ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د پکتیکا په مرکز کې نن په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي

0
د پکتیکا په مرکز کې نن د جولای په درویشتمه پر ملي پولیسو په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې پولیس زخمیان شوي دي.


د پکتیکا د والي ویاند وویل چې په وژل شویو دوو کسانو کې یوه لس کلنه نجلۍ ده.


د پکتیکا د والي ویاند شاه محمد ارین نن ازادي راډیو ته وویل چې حمله نن ماسپښین وشوه چې هدف یې د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ و.


د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان له حملې روغ وتلی، خو درې ساتونکي یې زخمیان شوي دي.


د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.