ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

روسيې د ميزائيلو د دفاعي سېستم تازه وسايل یوې ترکۍ اډې ته لېږلي

0
روسيې د ميزائيلو د S-400 ډوله دفاعي سېستم تازه وسايل د ترکيې يوې پوځي اډې ته لېږلي دي.


د ترکيې دفاع وزارت نن په يوه ټوېټ کې د روسيې د پنځمې او شپږمې باروړونکو الوتکو په اړه معلومات ورکړي چې پلازمېنې انقرې ته نږدې په مورتيد هوايي اډه کې کېناستلې دي.


ترکيې د S-400 ډوله دفاعي سېستم د وسايلو لومړي درې بارونه وړمه ورځ ترلاسه کړل او څلورم بار پرون ورورسېد.


ترکيې په دې برخه کې د امريکا د متحدو ايالتونو د بنديزونو د ګواښ پروا نه ده ساتلې.


واشنګټن او متحدان يې وايي، د روسيې ساخت دغه دفاعي سېستم د ناټو له سېستمونو سره اړخ نه لګوي او د امريکا ساخت (F-35) ډوله الوتکو ته يو ګواښ ګڼل کېږي.


 


واشنګټن استدلال کوي ترکيه دې د دې پرځاى د پاټرايت په نوم د امريکا ساخت دفاعي سيسټم رانيسي.