ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

چارواکي: د ميدان وردګ په عملياتو کې ١٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي

0
د ميدان وردګ ولايت چارواکي ادعا کوي چې په پوځي عملياتو کې ١٠٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


چارواکي وايي، دغه عمليات د شپې پر مهال په جغتو ولسوالۍ کې شوي دي.


د والي وياند محب الله شريفزي نن ازادي راډيو ته وويل، وژل شوي وسله وال د طالبانو د سرې قطعې غړي وو.


ده وویل: په دغو عملياتو کې د سرې قطعې ١٠٠ جنګيالي وژل شوي دي، دوى په ځينو مهمو جګړو کې برخه اخيستله او تر څنګ يې درې وسله وال له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي او بیول شوي دي.


خو دغه ارقام د کومې خپلواکې سرچينې له خوا نه دي تأييد شوي.


د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړى شريف الله هوتک بيا وايي، په دغو عملياتو کې ١٤ ملکيان هم وژل شوي دي.


وسله والو طالبانو په جغتو ولسوالۍ کې د شويو پوځي عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.