ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د افغانستان د هوايي چلند ادارې د الوتنو ۲ نوي کرښې پرانېستي

0
د افغانستان د هوايي چلند اداره د دې هېواد له هوایي حریم څخه د الوتنو د دوو نویو کرښو د پرانېستلو خبر ورکوي.


دغې ادارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دغه کرښې د افغانستان د خاورې پر سر له لویدیځ نه تر ختیځ پورې غځېږي او د تاجکستان پر سر له چین سره نښلول کېږي چې د الوتنو فاصله ډېره را لنډوي.


په بیان کې ویل شوي چې له دغو کرښو به د فلای دوبۍ، امارات، قطر او یو شمېر نور هوایي شرکتونه کار اخلي.


له دې مخکې دې ادارې ویلي چې پاکستان د الوتنو پر مخ د خپل هوایي قلمرو په بندولو سره د هغو الوتنو چې د افغانستان له هوایي قلمرو به تېرېدې،  شمېر کم کړی او له دې پلوه ورته د ۱۵ میلیونه ډالرو زیان رسېدلی دی.