ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د کرکټ نړیوال جام: د هند او نیوزلنډ د ټیمونو ترمنځ نیمه پایلوبه

0
په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام نیمه پایلوبه د هند او نیوزلند د ټیمونو ترمنځ روانه ده.


دغه لوبه د انګلستان په مانچسټر کې ترسره کېږي، پچه نیوزیلنډ وګټله او د توپ وهلو پریکړه یې کړې.


نیوزیلنډ په ۳۶ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۳ منډې کړي دي.


هند د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو اووه ګټلي او تر اوسه په ګروپي لحاظ لومړی مقام لري.


نیوزیلنډ پنځه لوبې ګټلي او د څلورو غوره ټیمونو وروستی ځای لري.


د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ویلز په کوربه‌توب د جون په ۲۹مه پیل شوی او د جولای په ۱۴مه به ختم شي.


افغان ټیم په‌دې جام کې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د شنبې په ورځ هېواد ته را ستون شو.