ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د تخار چارواکي: د بهارک ولسوالۍ ډېر کلي له طالبانو تصفیه شوي

0
د تخار چارواکي وایي چې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې د دې ولایت یو شمېر سیمې له وسله‌والو طالبانو تصفیه کړې دي.


د ۲۱۷ پامیر قول اردو رئیس ارکان محمد علي یزداني وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې د بهارک ولسوالۍ ډېر کلي له وسله‌والو طالبانو تصفیه کړي: "تاسو د دې شاهد یاست چې د بهارک اکثره کلي له طالبانو تصفبه شوي زموږ عملیات به تر اخري ځایه چې دښمن په‌کې وي دوام وکړي." 


چارواکو وویل چې په تېرو درې اوونیو کې د تخار د نمک اب، بهارک او شکمش ولسوالۍ او دغه‌راز د تالقان ښار څنډو کې طالبانو حملې زیاتې کړې وې چې افغان امنیتي ځواکونو تر ډېره مخه نیولې ده.


د تخار والي عبدالحق شفق ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په‌دې وروستیو کې د دې ولایت پر یو شمېر سیمو کې حملې ځکه زیاتې کړې چې د ده په وینا په قطر کې په روانو خبرو کې زیات امتیاز ترلاسه کړي.