ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

افغان حکومت لا هم د کابل د پروني برید د مرګ ژوبلې شمېر نه‌دی کره کړی

0
د یوې ورځې په تېرېدو سره بیا هم افغان حکومت نه‌دی توانېدلی چې د تېرې ورځې د انتحاري او وسله‌والې حملې د تلفاتو په اړه دقیق ارقام وړاندې کړي.


د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغې پېښه کې د ملکیانو ترڅنګ د ملي اردو څلور منسوبین هم وژل شوي دي.


تېره ورځ د کابل ۱۶مې ناحیې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې له موټر بمب چاودنې وروسته وسله‌واله حمله وشوه.


د کورنیو چارو وزارت وايي چې له شااوخوا اووه ساعته نښتې وروسته دغه جګړه د پنځو حمله کوونکو په وژل کېدو سره مازیګر مهال پای ته ورسېده.


په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د پېښې د تلفاتو په اړه ازادي راډيو ته وویل، ملکي روغتونونو ته پنځه ملکي شهیدان او ۱۱۵ ټپيان انتقال شوي.


اخوا د پوهنې وزارت په وینا، په یاده پېښه کې ۵۲ زده‌کوونکي هم ټپيان شوي دي.


وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست.