ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

په کابل کې د میدان وردګ یو قاضي وژل شوی

0
د میدان وردګ ولایت چارواکي په کابل کې د خپل یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي.


د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت‌الله دراني نن ازادي راډيو ته وویل، قاضي فهیم‌الله فدايي چې د میدان وردګ ولایت په محکمه کې یې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله، تېره ورځ ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داوود په سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو وواژه.


تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.