ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

په کندهار کې یو ځانمرګی هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو

0
د کندهار چارواکي وایي، یوه ځانوژونکي چې غوښتل یې د کندهار د شپږمې حوزې د امنیت پر امر حمله وکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې د پولیسو په ډزو ووژل شو.


د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر قسيم ازاد ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د کندهار د شپږمې حوزې اړوند د خندق په سيمه کې وشوه.


ده وویل، نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې یوه ځانوژونکي چې غوښتل یې د شپږمې حوزې پر امر فیض محمد باندې انتحاري وکړي، د حوزې مخ ته د پولیسو له‌خوا وپېژندل شو، کله چې پولیسو ډزې پرې وکړې، دی په خپله وچاودېد او له‌منځه ولاړ، په دې پېښه کې یو ماشوم ژوبل شوی دی.


دا نه‌ده څرګنده چې انتحاري برید کوونکی څوک و.