ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د جنوبي کوریا ولسمشر د ټرمپ او کیم لیدنه د دښمنیو پای بللې

0
د جنوبي کوریا ولسمشر د امریکا او د شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ وروستۍ کتنه چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ پوله کې یې ترسره کړه، د هېوادونو ترمنځ د دښمنیو لپاره پای وبلله.


مون جه اېن دغه څرګندونې نن د خپلې کابینې غونډې ته وکړې او ویې‌ویل چې د ټرمپ او کېم کتنه دا معنی لري چې دواړو هېوادونو د دښمنۍ اړیکو د پای ته رسولو او د سولې د یوه نوي پړاو د پیلولو اعلان وکړ.


ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د جون په ۳۰مه پر دې پوله سره وکتل.


د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا د اټمي لانجې د سوله‌ییز هواري لپاره هڅه کړې چې د ټرمپ او کېم ترمنځ ډیپلوماسي پیل شي.


ټرمپ او کېم په دې کتنه کې موافقه وکړه چې د اټمي لانجې پر سر خبرې بېرته پیلوي، خو یوې خوا هم نښه ونه‌ښوده چې په څه ډول به د کوریا د ټاپو وزمې چې له اټمي وسلو څخه پاکه وي، هدف ترلاسه کوي او ایا په دې برخه کې موافقې ته نږدې شوي که نه؟