ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 15.07.2022

د احمد ظريف چشتي د تدفين مراسم؛ کورنۍ يې هند ته ورځي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د هند پولیس د احمد ظریف چشتي د قتل په تړاو د څلور کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي خو ددې افغان وګړي کورنۍ هند ته هغه د خاورۍ سپارولو په موخه دتک خبره کوي. د احمد ظریف چشتي د کورنۍ یو شمېر غړي وايي چې هڅه کوي تر ژر تر ژره د هند ویزه واخلي او هلته ته لاړ شي. خو په هندوستان کې د افغانستان سفارت وايي چې د احمد ظریف چشتي د خاروې سپارولو مراسم یې د کورنۍ د راتک پورې ځنډولي. د احمد ظربف چشتي چې په صوفي ظریف بابا مشهور وو او د سرطان په څوارلسمه په هند کې ووژل شو ورور يې امید ظریفي وايي... Читать дальше...

"کتابونو پاڼو کې نانوایان ډوډۍ پلوري"؛ ۳۰۰ ورځې بې ښوونځي

Pa.azadiradio.com 

له ۳۰۰ زیاتې ورځې وشوې چې په افغانستان کې د نجونو ثانوي ښوونځي تړلي. د طالبانو حکومت ویلي چې د دې ښوونځیو د پرانیستو لپاره پر یوه طرحه کار کوي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم عملي پرمختګ نه دی لیدل شوی. د نجونو د تړلو ښونځیو په عکس العمل کې د څو فعالو ښځو څرګندونې دلته کتلی شئ.

ملاله فنډ: نړيوال مشران دې د افغان نجونو د زده کړو لپاره پر طالبانو فشار زيات کړي

Mashaalradio.com 

په ليک کې له نړيوالو مشرانو دا غوښتنه هم شوې چې دوی بايد د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې، چې په سېپټېمبر مياشت کې په نيويارک کې کېږي، دا موضوع راپورته کړي او د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د حقونو د تضمين په تړاو پر طالبانو فشار زيات کړي.

د ډونالډ ټرمپ لومړۍ مېرمن ايوانا ټرمپ د ۷۳ کلونو په عمر مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړۍ مېرمن ایوانا ټرمپ د درې اویا کلونو په عمر مړه شوه. ډونالډ ټرمپ په خواله رسنیو کې لیکلي دي چې دی ډېر خواشینی دی چې هغو کسانو ته چې ایوانا ټرمپ یې ښه ایسیده د هغې د مړینې خبر ورکوي، ټرمپ لیکي چې د داسې خلکو شمیر زیات دی. ایوانا ټرمپ په نیویارک کې په خپل کور کې مړه شوې ده. دې په نولس سوه اووه اویایم کال کې له ټرمپ سره واده کړی و بیا په نولس سوه دوه نویم کې ترې بیله شوه. ایوانا ټرمپ د ټرمپ د درې اولادونو کشر ډونالډ، ایوانکا او ایریک مور وه.

پاکستاني پوځ بلوچستان کې عمليات پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني ځواکونو چې هلیکوپترونو یې ملاتړ کاوه، په بلوچستان کې عملیات پیل کړې دي. چارواکي وایي چې لږ تر لږه اووه بیلتون غوښتونکي یې وژلي دي. پاکستاني چارواکو نن وویل چې پر دې عملیاتو یې وروسته تر دې لاس پورې کړ چې د پوځ یو افسر روانه اونۍ وسله والو برمته کړ. شاوخوا پنځلس یاغیانو چې د پولیسو جامې یې په تن کې وې ډګروال لایق میرزا د سې شنبې په ورځ د زیارت په ښار کې د سفر پرمهال له موټره د کورنۍ له غړیو سره ښکته کړ، بیا یې د ده د کورنۍ غړي پرېښودل او ډګروال لایق یې له ځانونو سره بیولی. وروسته یې وویل چې دا ډګروال یې وژلی دی. Читать дальше...

د امريکا د تخليې له پروګرام کال تېرېږي؛ افغان همکاران يې د انتقال له پروسې خوښ نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا له لوري "همکارانو ته یې د پناه ورکولو عملیاتو" د اعلان تر یو کال تېرېدو سره سره د ځانګړي کډوالۍ ویزې یا ایس ای وي ځینې درلودونکي کسان له افغانستانه د انتقال د پروسې د ځنډني کېدو په اړه نیوکه کوي. دوی ټینګار کوي چې متحده ایالات نه باید د دوی همکارۍ باندې سترګې پټې کړي او ژر تر ژره دې برخلیک ور معلوم کړي. د امريکايي ځواکونو يو افغان همکار وایي، سره له دې چې کلونه يې په افغانستان کې امریکایي پوځیانو سره کار کړی او د کډوالۍ ځانګړې ویزې اسناد یا اس ای وي کېس لري خو لا هم افغانستان کې پاتې دی. Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، مېلیونونو افغانانو ته يې بشري مرستې رسولي

Mashaalradio.com 

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پرون (د جولای پر ۱۴مه) پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې په تېرو شپږ نیمو میاشتو کې یې ضرورتمندو کسانو ته ۴۱۰،۰۰۰ ټنه خواړه او ۱۱۵ مېلیونه امریکايي ډالره نغدې پیسې ورکړي دي.

سیند صوبه کې د سیندیانو او پښتنو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې؛ پوليسو تر ۶۰ زيات کسان نيولي

Mashaalradio.com 

د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د جولای پر ۱۲مه د حیدراباد له بایپاس سړک سره نېږدې په یوه رستوران کې نښته شوې وه چې پکې په ډزو کې یو سیندی وګړی بلال کاکا ووژل شو.

اوکرايني چارواکي: روسي پوځيانو تېره شپه په خارکيف سخت توغنديز بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي د تېرې شپې پر مهال په خارکیف کې د روسي پوځیانو له خوا د توغندیو د سختو بریدونو خبر ورکوي. د اوکراین په جنوب لویدیځ کې چې پر یوه ودانۍ په بمبارۍ کې ګڼ کسان وژل شوي، د خلکو د موندنې او ژغورنې هڅې لا هم دوام لري. د دې تر څنګ د شلو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو ډلې یا G-20 د مالیې رهبران نن جمعه د انډونیزیا په بالي ټاپو کې سره جرګه کېږي. کوربه هېواد انډونیزیا وايي پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته دا غونډه د بشري غمیزې کمولو لپاره مهمه ده. د اوکراین د اضطراري خدماتو دولتي... Читать дальше...

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک نن له خپل روسي سيال سره مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ازادو مبارزو مشهور افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک نن له روسي سیال سره لوبه لري. دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې او ۳۰ دقیقې پیلیږي. احمد ولي هوتک په دې اړه پر خپل فېسبوک لیکلي دي چې تېره ورځ د دواړو لوبغاړو وزنونه معلوم شول او اوس د سیالۍ ترسره کېدو بې صبرانه انتظار کوي. تېره ورځ د دې سیالۍ لپاره د دواړوسیالانو وزنونه معلوم شول او نن د افغانستان پر وخت ۷ بجې او ۳۰ دقیقې به دا سیالۍ پیلیږي. دا پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته د احمد ولي هوتک لومړنۍ نړیواله سیالي ده چې د روسیې سیال په وړاندې په کې راڅرګندیږي. Читать дальше...

د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو کمپاينونه؛ زده کوونکې: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي

Pa.azadiradio.com 

له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره کمپیانونه د پراخېدو په حال کې دي. د دې کمپاینونو جوړونکي وایي په دې ډول غواړي پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو اجازه ورکړي. امنه چې د لوګر ولایت اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، له څه باندې درې سوو ورځو راهیسې هره ګړۍ په دې تمه دي چې د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان به یې وشي خو په خبره یې ورځ بلې ته د دې مسله ځنډ ناهیلې کړي دي. نوموړې وويل: "دا لس نیمې میاشتې شوې خو دوی «طالبانو» د ښوونځیو د پیل په... Читать дальше...

د اردن یوه ځوان د قران کریم حفظ کولو نړیواله سیالي ګټلې

Mashaalradio.com 

د اردن یو ۱۷ کلن ځوان په وروستیو کې په اېتیوپیا کې د قران پاک د حفظ په نړیواله سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه. محمد نوح العنانزه وايي، د قران یادول ورته ډېر ګران کار وو خو په خبره یې، هغه سپېڅلي کتاب یې ژوند وربدل کړ. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

پاکستان کې د جمعيت علما اسلام دوه ديني عالمان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي وزیرستان پولیس وايي، وسله والو پرون په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) دوه سیاستوالان او دیني عالمان وژلي دي. د میرلي تاڼې پولیسو بېګاه په يو بیان کې ویلي چې قاري سمیع الدین او د هغه ملګری قاري نعمان له موسکي څخه عیدک ته روان ول چې وسله والو وویشتل. تر اوسه معلومه نه ده چې دواړه کسان چا او ولې وژلي دي؛ خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان پرون په بیان کې ویلي دي چې پلټنې یې پیل کړې دي. د قاري سمیع الدین او قاري نعمان له وژنو سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر ۳۱ ته ورسېد.

د پاکستان حکومت د پېټرولو او ډيزلو بيې ټيټې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف بېګاه خلکو ته په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل ، دا پرېکړه یې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو له کمېدو سره سمه کړې. نوموړي وويل: "د یو لیټر ډیزلو بیه ۴۰ روپۍ ۵۴ پیسې کموو او د یو لیټر پېټرولو نرخ ۱۸.۵۰ روپۍ کموو." د شهباز شریف له اعلان سره سم، د یو لیټر ډیزلو بیه ۲۳۶ روپۍ او د پېټرولو هغه شاوخوا ۲۳۰ روپۍ ته ښکته شوې ده. د پاکستان حکومت د مې له وروستۍ اوونۍ راهیسې د روانې میاشت تر لومړۍ نېټې پورې څلور ځلې د تېلو بیې لوړې کړې. هغه مهال حکومت ویلي وو چې هغه کار د پیسو... Читать дальше...

مسؤلين: د غزني په ګېرو ولسوالۍکې د نس ناستې ناروغۍ پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني روغتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګېرو والسوالۍ کې کولرا ته ورته ناروغي ډېری کسان نیولي. دوی وايي دغه ناروغي په دغه ځای کې د ناپاکو اوبو د څښلو له امله رامنځ ته شوې ده. له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په هلمند، کندهار،زابل او دایکندي کې سلګونه کسان په کولرا اخته شوي. یوازې په هلمند کې د شلو کسانو مړینه تایید شوې.

ازادي راډيويي مجله؛ کابل کې د مېرمنو لخوا 'رڼا' کلنۍ مشاعره جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د رڼا کلنۍ مشاعره له ځنډ وروسته په کابل کې جوړه شوه، د تاريخ په اړه مو ليکوال او څېړونکی سردارولي پښتونزوی راغږولی دی. د يوې بې سارې تاريخي ماڼۍ په اړه مالومات او له بنديزونو سره سره د نورستانيانو د موسيقۍ تاوده محفلونه. ازادي راډيويي مجله چې احمد شيبر يې چمتو کوي ادبي او فرهنګي مطالب په‌کې وړاندې کېږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

د غور اوسېدونکي: سږکال په دې ولایت کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول ډېر شوی دي

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی، خو برعکس د تېرو کلونو په پرتله سږکال د دې ولایت په ډېرو سيمو کې د کوکنارو او بنګو کښت ډېر شوی دی. دلته د غور په دولتيار ولسوالۍ کې بزګران د واټرپمپ په وسيله له ژور کوهي څخه اوبه راکاږي. په دې اوبو د کوکنارو هغه کښتونه اوبوي چې دوې اوونۍ وروسته نېښ وهلو ته چمتو کېږي. له دې بزګرانو څخه يوه يې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو د حکومت په پرېکړه خبر دي، خو وايي چې د بديل... Читать дальше...

د افغانستان په سوېل لوېديځ ولایتونو کې د تارياکو د کاروبار ازاد بازارونه فعاله دي

Pa.azadiradio.com 

د کوکنارو د منع کولو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان درې میاشتې تېرې شوي، خو بيا هم د افغانستان په جنوب غربي ولایتونو کې د نشه‌يي موادو جوړول او کاروبار ازادانه دوام لري. د جنوب غرب ولایتونو اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته وويل، په دې ولایتونو کې د تارياکو رانیولو او خرڅولو بازارونه اوس هم فعال دي، له همدې امله د کوکنارو د کښت منع کولو سره سره بيا هم د تارياکو په بيو کې دومره توپير نه ليدل کېږي. په وروستيو اوونيو کې د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې د يوه کندهاري من تارياکو بيه نژدې یو لک و شل زره کالداري... Читать дальше...

د پاکستان حکومت د تېلو د بیو کمولو اعلان وکړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان اقتصاد له څه د پاسه درو کلونو راهیسې د لویو مشکلاتو ښکار دی او همدا لامل دی چې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د پور درې کلنه موافقه کړې وه.

کندهار ته له پاکستانه زرګونه کډوال بېرته راستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار سپين بولدک او چمن له لاري له پاکستانه زرګونه کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوي. په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو ادارې مسؤلان وايي يادې کورنۍ د کډوالو د نړيوالې ادارې په مرسته بېرته تر خپلو سيمو رسېدلي دي. دا په داسي حال کې ده چې يو شمېر ځوانان بيا د زياتې بېکارۍ له امله هڅه کوي، چې له هېواده بهر ووځي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

اوکراين: د روسيې په توغنديز بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په مرکزي برخه کې پر (وینیڅیا) د روسیې له لوري د توغندويي برید له کبله لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي دي. د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې د دغه برید تصویرونه خپاره کړي دي. په تصویرونو کې موټرونه لیدل کېږي چې د اور لمبې پکې بلې دي او اور وژونکي هڅه کوي چې په یوه ویجاړه شوې ودانۍ کې اور ووژني. ويل شوي دي چې ښايي د تلفاتو شمېره تغير شي.

د برېتانيا د صدارت چوکۍ د نوماندانو ترمنځ رقابتونه دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د مالیې پخوانی وزیر ریشي سوناک د صدارت چوکۍ ته د نومونې لپاره د محافظه کار ګوند د پارلماني غړیو ډېرې رایې ترلاسه کړې. هندي الاصله ریشي سوناک د تېرې سې شنبې په ورځ وروسته له هغه چې د بوریس جانسن له کابینې يې استعفا ورکړه ویې ویل چې د صدارت لپاره کاندیدیږي. تر اوسه پورې د محافظه کار ګوند له لوري د صدارت چوکۍ ته د کاندیدانو په منځ کې د سوناک رایې ۸۸ دي چې تر ټولو ډېرې دي. له ده وروسته د برېتانیا پخوانۍ دفاع وزیره پني موردانت ۶۷ رایې لري. دا لومړنۍ ښځه ده چې په برېتانیا کې یې د دفاع وزیرې په توګه دنده اجرا کړې ده.

د افغان حاجيان لومړۍ ډله بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د حج او اوقاف وزارت وايي، د افغان حاجیانو لومړۍ ډله پرون مازدیګر کابل ته ورسېده. د دغه وزارت له اعلامیې سره سم، کابو ۷۰۰ افغان حاجیان په دوو الوتکو کې له جدې څخه کابل ته ورسول شول. افغان حاجیان د اریانا افغان هوايي شرکت او کام اییر په الوتکو کې سعودي عربستان ته بیول شوي وو او د حج او اوقاف وزارت په وینا د همدغو هوايي شرکتونو په الوتکو کې بېرته افغانستان ته ولېږدول شول. سږ کال له افغانستان څخه ۱۳ زره ۵۰۰ تنه د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته لاړل.

د درملو د کمښت د ستونزې د حل په موخه طالبانو يوه کمېټه جوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د درملو د کموالي او د بیو د لوړېدو له کبله د طالبانو د حکومت د درملو او خوراکي موادو ادارې وویل چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده. دې ادارې ویلي، تر ټولو د سرطاني ناروغیو درمل لږ موندل کېږي خو هڅه کوي چې دې ستونزې ته د حل لار ومومي. دې ادارې همدا راز درملتونونو او د درملو عمده پلورنکو ته خبرداری ورکړی چې درمل تر ټاکلې بیې لوړ ونه پلوري. دا کمېټه داسې مهال جوړيږي چې افغانستان ته د ازادو شرکتونو له لارې تر ډېره بې کيفيته درمل را وارديږي چې تر اوسه يې مخه نه‌ده نيول شوې.