ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

د درملو د کمښت د ستونزې د حل په موخه طالبانو يوه کمېټه جوړه کړې

0
په کابل کې د درملو د کموالي او د بیو د لوړېدو له کبله د طالبانو د حکومت د درملو او خوراکي موادو ادارې وویل چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده.


دې ادارې ویلي، تر ټولو د سرطاني ناروغیو درمل لږ موندل کېږي خو هڅه کوي چې دې ستونزې ته د حل لار ومومي.


دې ادارې همدا راز درملتونونو او د درملو عمده پلورنکو ته خبرداری ورکړی چې درمل تر ټاکلې بیې لوړ ونه پلوري.


دا کمېټه داسې مهال جوړيږي چې افغانستان ته د ازادو شرکتونو له لارې تر ډېره بې کيفيته درمل را وارديږي چې تر اوسه يې مخه نه‌ده نيول شوې.