ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 18.02.2019

ازادي ستوډیو- د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده د سعودي شهزاده له پاکستانه هندوستان ته لاړ شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي: اروپايي هيوادونه باید د اسلامي دولت ډلې سلګونو جنګيالي چې په سوريه کې نيول شوي، بیرته ومني.

د واکسین ننني ۵ ورځني پیل شوي کمپاین ته د روغتیا وزارت هیله‌مندي!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي هیله‌مند دي چې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په دې پنځه ورځني فرعي کمپاین کې چې نن پیل شوی، له پنځو ميلیونو زیات له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسین شي. د عامې روغتیا وزارت د پولیو د پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ د دغه کمپاین په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه فرعي کمپاین د جنوب ختیځو، جنوبي او ختیځو ۱۷ ولایتونو په ۱۹۵ ولسوالیو کې عملي کېږي او هدف‌یې دا دی چې ۵،۸ ميلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي." د ښاغلي راسخ په وینا،... Читать дальше...

په کابل کې د افغانستان د ۴۰ کلنې کورنۍ جګړې نندارتون

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو جګړو څلوېښت کاله پوره شول. دغې څلوېښت کلنې جګړې ميلیونونه کسان ووژل او ورانۍ ویجاړۍ یې پر ځای پرېښودې. د افغانستان د خاطرو او خبرو اترو مرکز، د قرباني شویو کسانو خاطرې، کیسې او نښې راټولې او د خاطرو په صندوقونو کې یې خوندي کړې. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي

اسرائیل نن د هغې غونډې کوربه دی چې پولنډ ترې ډډه کړې

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل وایي، بیت المقدس به نن د هغې غونډې کوربه وي چې پولنډ پکې له ګډون کولو ډډه کړې، خو د چک جمهوریت، هنګري او سلواکیا صدراعظمان پکې برخه اخلي. د پولنډ صدراعظم ماتاویش موراویسکي د خپل هېواد رسنیو ته ویلي چې د اسرائیل د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د وروستیو له تعصبه ډکو څرګندونو په خاطر چې هغه د نه منلو وړ دي، په دې غونډه کې ګډون نه کوي او نه به یې هم د بهرنیو چارو وزیر پکې برخه واخلي. د اسرائیل د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسرائیل کاتس په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې ډېری پولنډیان په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني له نازیانو سره همکار وو. Читать дальше...

قازقستانیو ښځو د ماشومانو تر سوځېدو وروسته احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر څلورمه د قازقستان په پلازمېنه استانا کې په یوه کور کې د اور لګېدو له وجې پېنځه ماشومان ووژل شول. د پېښې پر وخت د هغوی مور و پلار کار لپاره له کوره بهر تللي ول. تر هغې وروسته ښځو احتجاج کړی او پړه یې پر چارواکو اچولې چې د هغوی د پالیسیو له کبله خلک په بېوزلۍ کې ژوند تېروي. ویډیو وګورئ.

د افغانستان د کورنۍ جګړې ۴۰ کاله وشول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو جګړو څلوېښت کاله پوره شول دغې څلوېښت کلنې جګړې ميلیونونه کسان ووژل او ورانۍ ویجاړۍ یې پر ځای پرېښودې. د افغانستان د خاطرو او خبرو اترو مرکز، د قرباني شویو کسانو خاطرې، کیسې او نښې راټولې او د خاطرو په صندوقونو کې یې خوندي کړې. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي

خبري ګړۍ ۲

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو د نهه ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.

ازبکستان د سوم سل زریز بانک نوټ چاپوي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د سوم SOM نوی سل زریز بانک نوټ د فبرورۍ په ۲۵مه چاپوي. دغه بانک ویلي چې دغه نوی بانک نوټ به د لومړي ځل لپاره د ړندو لپاره یوه ځانګړې نښه ولري. د ازبکستان د اسعارو د تبادلې د رسمي نرخ له مخې د دغه نوي سل زریز بانک نوټ ارزښت شااوخوا دولس ډالره دی. په اوس وخت کې ازبکستان پنځوس زریز سوم بانک نوټ لري چې د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې نوی چاپ شوی و. په ازبکستان کې اقتصاد پوهانو ویلي چې پنځوس زریزو او سل زریزو بانک نوټونو ته اړتیا ځکه شته چې د نغدي پیسو د راکړې ورکړې ستونزه هواره شي.

په کندهار کې د ورځې ۳ ټنه د چرګ غوښه تولیدېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار فارم لرونکي وایي، د دوی د چرګانوغوښه او هګۍ لوېدیځو ولایتونو ته بسنه کوي. کندهار د چرګانو ۵۰۰ غټ او واړه فارمونه لري. په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال صادق رښتیني راپور وګورئ. اېډېټ: تمیم اخګر

ESG د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونو د غړو په غوراوي کې دقت غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو ملاتړې نړیوالې ډلې په یوه سرخلاصي لیک کې د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونونو لپاره د غړو او رئیسانو په ټاکلو کې د شفافیت او دقت غوښتنه کړې ده. د ESG په نوم دغې ډلې په دغه لیک کې چې نن یې خپور کړی، ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د خپلواکۍ د لاپیاوړتیا او ظرفیتونو د لوړتیا لپاره ډېره تمه کوي چې د کمېسیونونو لپاره د غړو د ټاکنې پروسه په شفافه توګه په داسې بڼه ترسره شي چې د قناعت وړ وي او هغه بېرته پر دې کمېسیونونو د افغانانو باور او اعتماد اعاده کړي. د انتخاباتو د ملاتړ... Читать дальше...

سعودي: د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته کوو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد به‌یې د پاکستان او هند ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي. د بهرنیو چارو وزیر عادل الجُبیر چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره پاکستان ته په سفر کې ملګری دی، دغه څرګندونې په اسلام‌اباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړې. الجُبیر وویل: "زموږ هدف دا دی چې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هڅه وکړه او هم په سوله‌ییز ډول د اختلافاتو د هواري لپاره لارې چارې ولټوو." پاکستان ته د سعودي د ولیعهد د سفر په ترڅ کې... Читать дальше...

نووایا ګزیته ورځپاڼه د خپلې یوې خبریالې د لنډمهالي توقیف خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې خپلواکه نووایا ګزیته ورځپاڼه وایي چې یوه خبریاله‌یې او د بشري حقونو یوه فعاله د امستردام په هوایي ډګر کې د لنډې مودې لپاره توقیف شوې. له مسکوه خپرېدونکې دغې ورځپاڼې نن خبر ورکړ چې خبریاله ایلینا میلاشینا او د بشري حقونو د معتبر مرکز غړې میلانا باخایوا غوښتل چې د بشري حقونو له هغو فعالانو سره وګوري چې د سوریې د لانجې په اړه څېړنه کوي. دواړه د امستردام نړیوال هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم توقیف شوې وې. میلاشینا نن په خپله فېس‌بوک پاڼه کې ولیکل چې دوی دواړه پولیسو نن بېرته خوشې کړلې. ... Читать дальше...

اندریو مک کب له دندې د جېمز کومي د لیرې کېدو په اړه اندېښنه ښيي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د پولیسو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «FBI» پخوانی سرپرست مشر وایي، که د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې ادارې پخوانی مشر له روسیې سره د ده د انتخاباتي کمپاین د اړیکو د ادعاوو په اړه د څېړنې د پای ته رسېدو په خاطر له کاره ګوښه کړی وي، جرم‌یې ترسره کړی دی. اندریو مک کب له سي بي اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، دغه‌راز ویلي چې «FBI» په حقه و چې په دې اړه چې ایا ټرمپ د کمپاین په ترڅ کې له روسیې سره ګډ کار کړی و که نه؟ د استخباراتو ضد تحقیقات پیل کړي وو. هغه زیاته کړه،... Читать дальше...

چارواکي: د فاریاب په قیصار کې ۱۸وسله وال او درې سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۱۸ وسله‌وال او درې سرتېري وژل شوي دي. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو مخالفانو تېره شپه د دې ولایت په ارکلیک کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې افغان امنیتي ځواکونو یې په وړاندې سخت مقاومت وکړ. دی وایي: "د دواړو لورو ترمنځ په نښتو کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او اته‌یې سخت ټپیان شوي، زموږ لوري ته د افغان امنیتي او دفاعي... Читать дальше...