ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2019

ازبکستان د سوم سل زریز بانک نوټ چاپوي

0
د ازبکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د سوم SOM نوی سل زریز بانک نوټ د فبرورۍ په ۲۵مه چاپوي.


دغه بانک ویلي چې دغه نوی بانک نوټ به د لومړي ځل لپاره د ړندو لپاره یوه ځانګړې نښه ولري.


د ازبکستان د اسعارو د تبادلې د رسمي نرخ له مخې د دغه نوي سل زریز بانک نوټ ارزښت شااوخوا دولس ډالره دی.


په اوس وخت کې ازبکستان پنځوس زریز سوم بانک نوټ لري چې د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې نوی چاپ شوی و.


په ازبکستان کې اقتصاد پوهانو ویلي چې پنځوس زریزو او سل زریزو بانک نوټونو ته اړتیا ځکه شته چې د نغدي پیسو د راکړې ورکړې ستونزه هواره شي.