ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 17.01.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټيلیفون غږیدلی او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یې د سولې په پروسې خبرې کړي، د سوریې په منبج کې د پرونۍ انتحاري حملې مسوولیت چې ۴ امریکایان او ۱۵ سوریایان یې ووژل داعش په غاړه واخیست. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

په کوټه کې د جبل النور القران په نوم زېرمتون

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د کوټې ښار په لویدیځ کې د چلتن د غره په لمن کې د جبل نورالقران په نوم د لرغونو نسخو زیرمتون دی چې نه یوازې د بلوجستان بلکې له ټول پاکستانه د قران په زرګونه زړې او زیانمنې شوې نسخې وروړل کېږي. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

د پلخمري د نساجي د برښنا اتیا کلن بند ترمیمیږي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان د پلخمري په‌دغه بند دوه میلیونه څه باندې اته لکه امریکايي ډالره لګښت راځي چې د حکومت له بودجې ورکول کېږي. دغه بند یو وخت څلورنیم مېګا واټه برښنا ورکوله چې اوس یو اعشاریه دوو مېګاواټو ته راټېټه شوې ده. ویډیو: بشیراحمد غزالي ایډیټ: ابراهیم صافی

د ننګرهار د خوګیاڼو ځوانانو د هم‌غږۍ شورا د موجودیت اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ځوانانو د هم‌غږۍ شورا د موجودیت اعلان وکړ. د ننګرهار ولایت د خوګياڼو د ځوانانو د هم‌غږۍ شورا وايي، دا ځل د خوګیاڼو ځوانان د خپلې نوې تأسیس شوې شورا له لارې له حکومته غواړي چې د ننګرهار ولایت د دغې لوېې ولسوالۍ، امنیت، پوهنې، روغتیا، پراختیایې پروژو، د بشري حقونو موضوعاتو او د ځوانانو کاري برخو ته عملي پروګرامونه ترتیب کړي. د دغې شورا رئيس وحیدالله "تړون" د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په‌دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د خوګیاڼو ولسوالۍ له شاوخوا۴۰ او په تېره له وروستیو... Читать дальше...

پېښور مېشتي افغان کډوال او د پاکستان شهریت هیلې

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په پاکستان کې ۱۴ لاکه افغان کډوال اوسي چې پکې له اټکل سره سم، ۷۴ فیصده هم هلته زېږېدلي. د پاکستان له اساسي قانون (ایین) سره سم، تر ۱۹۵۱ز کال وروسته په هغه هېواد کې زېږېدلي خلک د پاکستان تابعیت یا وګړیتوب تر لاسه کولای شي. خو دا قانون پر افغان کډوالو نه عملي کېږي. په اړه یې د فرانسې خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.

شکایتونو کمېسیون: ۹۵ سلنه ددې چانس شته چې په خپلې پخوانۍ پریکړې ټینګار وکړو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د انتخاباتو د کمېسیون له‌خوا د پخوانۍ ژمنې نه عملي کېدل ممکن د دې سبب شي چې دوی د کابل رأیو د باطلیدو پر پخوانۍ پرېکړه ټينګار وکړي.

اشرف غني او عمران خان پر افغان سوله غږېدلي

Mashaalradio.com 

اشرف غني او عمران خان دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه اسلام اباد ته ورسېد.