ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 07.01.2019

داودزی: د سولې خورې ورې هڅې يو ځای کول غواړم

Mashaalradio.com 

د افغانستان د سولې شورا د دارالانشا رييس او د سولې لپاره د ولسمشر ځانګړی سلاکار، عمرداودزي پاکستان ته خپل سفر د سولې لپاره د بېلابېلو کوښښونو يوځای کول بللي.

زیک اپریدی نوې موسیقۍ ته هیله من دی

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو په نوې ویډيويي خپرونه "له اسحاق خان سره بنډار" کې مو دا ځل د پښتو ژبې هنرمند زیک اپریدی مېلمه دی. نوموړی له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې سندرې وايي او اوسمهال یې هم نوې سندره خپره کړې. له اپریدي سره د ده د هنر او ژوند په اړه مرکه وګورئ.

د کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د ټولو لوبډلو په سر کې ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د ډېرو بریاوو له کبله د ټولو لوبډلو په سر کې ده. د افغانستان د کرکټ بورډ په خپاره شوي جدول کې ښکاري چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې اووه شل اوریزې لوبې کړي او اووه واړه يې ګټلي دي. له دغو بریاوو سره افغان لوبډله د نړۍ د لسو غورو لوبډلو تر منځ یوازنۍ لوبډله ګڼل شوې چې سل سلنه بریا يې خپله کړې ده. په افغان لوبډلې پسې د پاکستان د کرکټ لوبډله په ۸۹ فیصده، ورپسې د هندوستان لوبډله په ۷۷ فیصده بریا مخکې دي. دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ په نړیواله... Читать дальше...

د افغانستان د سنوکر ملي لوبډله نن قطر ته روانه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سنوکر ملي لوبډله نن قطر ته روانه شوه. د دغه هېواد د بدني روزنې او ورزش له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوبډله به د مسلکي لوبغاړو له خوا د شپږو بالونو په نوم د لومړي پړاو نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دا سیالۍ د چهارشنبې له ورځې پیل او بیا د جنورۍ د میاشتې تر ۱۵مې دوام کوي. د افغانستان د لوبډلې په ترکیب کې څلور لوبغاړي او یو روزونکی شامل دي.

هندوستان په کرکټ کې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخ جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ هندۍ لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ټېسټ کرکټ سیالیو کې اسټرالیا ته په خپل کور کې ماته ورکړه او له دې سره يې تاریخ جوړ کړ. د څلورو ټېسټ لوبو وروستۍ سیالي که څه هم بې نتیجې پای ته ورسېده، خو له دې وړاندې د هندوستان دوو بریاوو د هغه هېواد په تاریخي بریا کې مهم رول درلود. داسې چې د څلورو ټېسټ سیالیو دوه سیالۍ د هندوستان او یوه سیالۍ يې د کوربه اسټرالیا په بریا پای ته ورسېده، خو یوه وروستۍ يې بې نتیجې اعلان شوه.

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا پوځ ويلي چې د القاعده شبکې له مشرانو یو - جمال بدوي يې وژلی دی. په يونان کې افغان پناه غوښتونکي سږ کال ژمی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په باړه کې ۱۰ کاله وروسته د څارویو مېله لګېدلې

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر اوومه د خیبر په باړه کې شاوخوا ۱۰ کاله وروسته د څارویو مېله لګېدلې ده. منتظمین وايي، دا مېله پخوا دومره مشهوره وه چې له کندهار او خوسته به هم خلک ورتلل او د څارویو او مرغانو سوداګانې به یې کولې. د باړې د دې مېلې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

"پښتنه ورور ته محتاجه ده"

Mashaalradio.com 

په خپلو ویډیو ګانو کې خپلو بچیو او خپلوانو ته هم طنزیه او نا اشنا نومونه کاروي  چې پکې پروت خان، شاه پپو خان، شاه شلګوتی او ختم دختر شامل دي.

بي بي فاطمه د خپلو لمسیانو د پاللو لپاره تغرونه اوبدي

Pa.azadiradio.com 

بي بي فاطمه چې په خپله وینا یې ۷۵ کلنه ده تر اوسه هم ټغرونه اوبدي ترڅو خپلو لمسیانو ته یوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي. د ازادي راډیو خبریال اکرام‌الله کرم د دغې سپين سرې ښځې ژوند انځور کړی دی ایډیټ: تمیم اخګر

بامیان په واورې پوښل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو ښکلی او تورېستي ولایت په واورو پوښل شوی دی. د ازادي راډیو خبریال عبادس نادري په دغې وېډیو کې تاسو بامیان ته وړي. ایډیټ: تمیم اخګر

د بغلان ولایت د جګړي معلولینو ته د غنمو مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت د جګړي معلولینو ته د غنمو مرسته وشوه د ۸۰۰ دیر ۵۰ کیلویی بوری غنم ۴۱۰ دغو معلولینو ته ورکړل شول. چې هر معلول ته ۲۰ بوری غنم ورسیدل. ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډيټ:لېمه هادي له ۸۰۰ ډېرې ۵۰ کیلویي بورۍ غنم ۴۱۰ دغو معلولینو ته ورکړل شوې چې هر معلول ته ۲ بورۍ غنم ورسېدل. ویډیو: بشیر احمد غزالي اېډېټ:لېمه هادي

په مخدره موادو د ۳۰۰ نورو روږدو کسانو درملنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په مخدره موادو یو شمېر روږي کسان د کابل ښار د سرای شمالي سیمې نه ټول او روغتونونو ته انتقال شول. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د ۲۰۱۵ کال د سروې له مخې په ټول هېواد کې ۳،۵ میلیونه کسان په مخدره موادو روږدي دي چې نږدې یو میلیون‌یې مېرمنې او ماشومان دي. وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پوځي عملیات

Pa.azadiradio.com 

دغه پوځي عملیات د تېرو دوو ورځو راهیسې د شاه وليکوټ ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې پیل شوي. دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې افغان ځواکونه د وسله‌والو طالبانو د فعاليتونو د تنظيم د لوړې کچې مرکزونه په نښه کوي. وېډیو: صادق رښتني اېډېټ: ابراهیم صافی