ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 04.01.2018

ایاز صادق: امريکا ته به متوازن ځواب وایو

Mashaalradio.com 

د پارليمان د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ د زيارت په ورځ وشوه چې پکې د پارلېماني مشرانو ترڅنګ خارجه وزير خواجه اصف، د دفاع وزير خرم دستګير او د قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم سلاکار لېفټننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه هم ګډون وکړو.

د شاتو له مچیو د کورني اقتصاد برابرونکې مېرمن

Mashaalradio.com 

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې یوه میرمنه د شاتو د مچیو روزنه کوي او خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کوي. نوموړې وایي چې څو کاله وړاندې ورته یوې موسسې څلور صندوقه د شاتو مچۍ ورکړې وې چې اوس یې ۵۵ صندوقو ته رسولي دي. په دې اړه د بازمحمد عابد په ویډیويي رپورټ وګورئ.

'د اوبو د سرچینو مهارول مو لومړیتوبونو کې دي'

Mashaalradio.com 

که څه هم په خوست کې د کرنیزو ځمکو د خړبولو لپاره د کافي اوبو نشتون له مهمو ستونزو څخه بلل کیږي، خو ځايي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د اوبو د شته سرچینو اساسي مدیریت او تنظیم يې په کاري لومړیتوبونو کې دی.

پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر

Mashaalradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار. مېکماسټر ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ چلند نهیلی کړی دی. نوموړي د امریکا غږ له خبریالې ګرېتا فان سوستېرېن سره په مرکه کې ویلي، اسلام اباد ته په سپینه وايي چې د په ترهګرو ډلو کې دې توپیر نه کوي او د افغانستان په ثبات کې دې ورسره ګډ کار وکړي ځکه دا یې په ګټه ده.

روسیه وايي په سوریه کې یې ۲ سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د دفاع وزارت وايي، د دې هېواد دوه سرتېري په سوریه کې د هاوان په یوه برید کې وژل شوي دي. دفاع وزارت وايي، دا سرتېري د نوي میلادي کال په ورځ د وسله‌والو د یوې ډلې له‌خوا پر روسۍ پوځي اډه چې د سوريې په لاذقیه ولایت کې موقعیت لري، په برید کې وژل شوي دي. روسیه د سوريې په روانه کورنۍ جګړه کې د بشار اسد له رژیم څخه پوځي ملاتړ کوي.

ترکیه وايي، پر هاکان د امریکا تور یوه قانوني رسوايي ده

Pa.azadiradio.com 

ترکيې د امریکا د یوې فدرالي محکمې له‌خوا د یوه ترک بانکوال چې د امریکا له بندیزونو څخه‌يې د ایران په سرغړونه کې په همکارۍ تورن دی، مجرم پېژندل یوه قانوني رسوايي بللې ده. د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل د «حال بانک» د مرستیال منیجر محمد هاکان محاکمه غیر عادلانه او د تأسف وړ ده. د امریکا فدرالي محکمې پرون هاکان د درغلۍ او دسیسې په قضیه کې مجرم وپېژانده، خو نوموړي ته‌يې د پیسو د وینځلو په قضیه کې برائت ورکړ. د محمد هاکان مدافع وکیل ویلي موکل به‌يې د استېناف غوښتنه وکړي. ... Читать дальше...

حکمتیار: داعشیان د ایران له لارې د افغانستان شمال ته انتقال شوي

Pa.azadiradio.com 

د حزب اسلامي مشر وايي له عراق او سوریې څخه یو شمېر داعشیان د ایران له لارې د افغانستان شمال ته انتقال شوي دي. ښاغلي حکمتیار چې نن‌یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې ایران غواړي د سوریې او عراق لوبه په افغانستان کې هم تجربه کړي. ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې داعش د سیمې د استخباراتو له لوري جوړه شوې ډله ده او غواړي په دې ترتیب په افغانستان کې نړیواله ټولنه مصروفه وساتي.

ولسمشر غني غزني ته د برښنا د لین د غځولو پروژه پرانیستله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل له ارغندې څخه میدان وردګ او غزني ولایتونو ته د ۲۲۰ کېلو ولټ برښنا د انتقال لین پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله. د پنجشنبې په ورځ په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې جمهور رئیس غني وویل چې تر راتلونکې یو کال پورې به د غزني خلک له ۲۵ مېګا واټه برښنا څښتنان شي. جمهور رئیس ټینګار کوي چې د افغانستان به د برښنا له پلوه د ځان د بسیا کېدو تر څنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ د برېښنا د ټرانزیت په مرکز هم بدل شي. د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دې پروژې چارې... Читать дальше...