ترکیه وايي، پر هاکان د امریکا تور یوه قانوني رسوايي ده
ترکيې د امریکا د یوې فدرالي محکمې لهخوا د یوه ترک بانکوال چې د امریکا له بندیزونو څخهيې د ایران په سرغړونه کې په همکارۍ تورن دی، مجرم پېژندل یوه قانوني رسوايي بللې ده.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل د «حال بانک» د مرستیال منیجر محمد هاکان محاکمه غیر عادلانه او د تأسف وړ ده.
د امریکا فدرالي محکمې پرون هاکان د درغلۍ او دسیسې په قضیه کې مجرم وپېژانده، خو نوموړي تهيې د پیسو د وینځلو په قضیه کې برائت ورکړ.
د محمد هاکان مدافع وکیل ویلي موکل بهيې د استېناف غوښتنه وکړي.
په خپله هاکان دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې کوم غیر قانوني کار يې نهدی کړی.
په همدې حال کې د ترکيې مرستیال صدراعظم ویلي د امریکا د فدرالي محکمې دې پرېکړې د واشنګټن او انقرې اړیکې سختې زیانمنې کړي او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر راتلونکو همکاریو منفي اغېز وکړي.