ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

عبدالرشید دوستم د شمال زون د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده

0
د ولسمشر لومړى مرستيال په بلخ کې د افغانستان د شمال د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده.


عبدالرشيد دوستم له ازبکستانه تر ستنېدو وروسته نن په مزار شريف کې د خپلو پلويانو غونډې ته خبرې وکړې.


د ازادي راډيو خبريال وايي، ښاغلي دوستم وويل چې د دولت د وسله والو مخالفانو په وړاندې د عملياتو شپږ مياشتنى پلان يې ترتيب کړى دى.


دوستم ويلي، که ولسمشر دا طرحه منظور کړي، دى خپله تيار دى چې د جګړې ميدان ته لاړ شي.


د ولسمشر لومړى مرستيال ښاغلى دوستم چې له څه مودې په ازبکستان کې اوسي، نن د حيرتان بندر له لارې خپل هېواد ته راستون شو.