ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنه لوبډله د عمان له لوبډلې سره لوبه کوي

0
ټاکل شوې چې نن د اسیايي لوبو په دوام د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنه ملي لوبډله د عمان له ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.


د دغه فدراسیون سرپرست یوسف کارګر نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږنیمو بجو پیل شي.


د ښاغلي کارګر په خبره، له دې وړاندې د هېواد د فوټبال ۲۳ کلنې لوبډلې له قطر سره لوبه دوه پر صفر بایللې وه.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دغې لوبډلې بله لوبه د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۲۶مه له نیپال سره تر سره شي.