ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د بغلان پولیس د ۱۳ کیلوګرامو نشه یي موادو د نیولو خبر ورکوي

0
د بغلان پولیسو د ۱۱ کیلوګرامو هیروئینو او د ۲ کیلوګرامو چرسو د قاچاق په تور د یوه مشکوک کس د نیولو خبر ورکوي.


د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا مواد په یوه کرولا ډوله موټر کې له کندزه پروان ته لېږدول کېدل چې د پلخمري په امنیتي کمربند کې د امنیتي موظفینو له خوا ونیول شول او وړونکی یې هم توقیف شوی دی.