ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

په پاکستان کې په یوه رېل ګاډي کې چاودنې ۴ کسان ووژل

0
د پاکستان پولیس وايي چې د بلوچستان ایالت په یوه رېل ګاډي کې د چاودنې په پېښه کې لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.


دا چاودنه د کوټې د جنوب ختیځ په ۳۰۰ کیلومترۍ کې په مراد جمالي ډېرۍ سیمه کې شوې ده.


یوه عیني شاهد نذیر احمد د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل:


"ناڅاپه یوه چاودنه وشوه او بیا د ډزو غږ شو، ورپسې د رېل ګاډي ویلونه او ډبې له پټلۍ واوښتې او لېرې ځای ته ګوزار شوې."


د دې سیمې د پولیسو قوماندان عرفان بشیر وايي، دا رېل ګاډی له راولپنډۍ څخه کوټې ته روان و چې پر لاره د ریموټ کنټرول بم په وسیله چاودنه پکې وشوه او په نتیجه کې د رېل درې ډبې له پټلۍ ووتې.


د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.