ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د فرانسې حکومت د پاریس په شانزې لیزې واټ کې عمیات وکړل

0
وروسته له دې چې ژیړ واسکټو معترضانو د پاریس ښار په شانزې لیزې واټ کې بیا د اعتراضونو لړۍ پیل کړه، د فرانسې حکومت نن په‌دې سیمه کې تصفیوي عمیات وکړل.


ژېړ واسکټ لرونکو معترضانو پرون په دې واټ کې یو ځل بیا بانکونو او مغازو ته اور واچاوه.


د دې واټ لوکسو مغازو، رسټورانټونو او بانکونو نن د هغو زیانونو ارزونه پیل کړه چې د اعتراضونو پرمهال د اور لګېدو په پېښو کې ورته اوښتې دي.


د نړۍ دا پرتمین واټ پرون شنبې یو ځل بیا د اعتراضونو ډګر وو او داسې ښکارېده لکه جګړه چې په‌کې تېره شوې وي.


ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون له امنیتي چارواکو سره له بېړنۍ غونډې وروسته وویل، په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره به کلک اقدامات وکړي.