ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم کابل ټيم ته ماته ورکړه

0
د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم په وروستیو سیالیو کې ۳۴-۲۷ پایلو سره کابل ټيم ته ماته ورکړه.


د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، په‌دغو لوبو کې د فارياب او ننګرهار ولايتونو لوبډلو درېيم او څلورم مقام ترلاسه کړ.


دا سیالۍ نن په کابل کې د پارا المپیک فدراسیون او سره صلیب نړېوالې  کمېټې په همکارۍ ترسره شوې.


په دغو سیالیو کې لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې.