ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ لوبډلې نن خپله ټېسټ لوبه پیلوي

0
د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ لوبډلې نن د خپلو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کوي چې ټېسټ لوبه ده او د روانې مارچ میاشتې تر نولسمې نېټې پورې دوام کوي.


لوبه د هند د دهرادون ښار د راجیو ګاندي په لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل په وخت د سهار په اتو نیمو بجو پیلېږي.


افغانستان له دې مخکې له اېرلنډ سره د لوبو په لړۍ کې پنځه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره لوبې وکړې چې نتیجه یې مساوي شوه، خو له هغه مخکې یې درې واړه شل اووریزې لوبې ترې ګټلې دي.