ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د پاکستان د کرکټ سیالیو کې د کوټې لوبډله پای لوبې ته ووته

0
د پاکستان د کرکټ په غوره‌لیګ سیالیو کې د کوټې لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.


د تېرې شپې په دغه لوبې پېښور زلمي د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.


د کوټې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه، خو پېښور زلمي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای.


د دې سیالیو په بله لوبه کې چې نن شپه به ترسره شي اسلام اباد او کراچۍ لوبډلې به یو بل ته مخامخ شي.


ګټونکې لوبډله به يې په نیمه پایلوبه کې د پېښور زلمي سره مخامخ او بایلونکې لوبډله به يې له سیالیو بهر شي.