ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

افغان کرکټ لوبډلې ایرلنډ ته په نننۍ لوبه کې ۲۵۷ منډو هدف وټاکه

0
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د هند په دهرادون کې په روانه پنځوس اووريزه کرکټ سيالۍ کې افغان لوبډلې ايرلنډ ته د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه.


د افغان لوبډلې اته کسان سوځېدلي دي.


نجيب ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۱۰۴ منډې او لوبډلمشر اصغر افغان ۷۵ منډې وکړي.


د پنځو يو ورځنيو لوبو په دې سياليو کې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه او دوهمه د باران له کبله بې نتيجې پاتې شوې وه.