ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2019

په امریکا کې د ځينو ادارو پرچاوي د ٦ ميليارده ډالرو زيان سبب شوې

0
د درجه بندۍ د يوه نړيوال بنسټ په حواله په امريکا کې د فډرال حکومت د ځينو برخو پرچاوي د امريکا اقتصاد ته د لږ تر لږه ٦ ميليارده ډالر مالي زيان سبب شوې ده. 


د S او P په نوم بنسټ په حواله، د دغو ادارو ٣٥ ورځنۍ پرچاوي چې وړمه ورځ پاى ته ورسېده، احتمالاً تر مخکنيو هغو بدترينه وه. 


د دغه بنسټ په باور، مخکنۍ پرچاوي د امريکا پر اقتصاد چې ارزښت يې ١٩ ټرليونه ډالرو ته رسېږي، لږ اغېز کړى و. 


د ځينو فډرال ادارو پرچاوي چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږدمهالې ګڼل شوې، وروسته له هغې د لنډې مودې لپاره پاى ته ورسېده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له دواړو ګوندونو سره يوې موافقې ته ورسېد.


په دې موافقه کې د ٥ اعشاريه ٧ ميلياردو ډالرو په ارزښت هغه بودجه شامله نه ده چې ولسمشر ټرمپ يې د امريکا او مکسيکو پر سرحد د دېوال جوړولو لپاره غواړي. 


ډموکراتانو چې په استازو جرګه کې اکثريت دي، د دې بودجې له ورکړې سره مخالفت کړى دى. 


دغه مخالفت د دې سبب شو چې د امريکا د فډرال حکومت شااوخوا ٨ لکه کارکوونکي يا بې معاشه کار وکړي، يا بې معاشه رخصت کړاى شي.