ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

چارواکي: په غزني کې د ځانمرګو بریدونو ۲ واسکټونه کشف او خنثی شول

0
د غزني چارواکي وايي، ښار ته څېرمه يې له یوه نیم کاره کوره د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه کشف او خنثی کړل.


د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه د دې قضيې په اړه ازادي راډیو ته وویل:


"د دغو واسکټونو د قضيې په تړاو يو کس نيول شوى، تحقيقات ورڅخه روان دي."


د غزني د والي وياند وايي، ځانمرګو بريدکوونکو غوښتل چې دغه واسکټونه د ترورېستي بریدونو لپاره پلازمېنې کابل ته انتقال کړي.