'قبايلي سيمو کې به د ۲۰۱۹م له جون مخکې انتخابات کېږي'
د پاکستان وفاقي کابینې د ۲۰۱۹م کال تر جون مياشتې مخکې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کولو او په شمالي وزیرستان کې ژر د موبایل ټليفون اسانتيا بحالولو پرېکړه کړې ده.
