ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

ناټو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه له تبصرې ډډه کړې

0
ناټو تړون ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت په اړه خپاره شوي رپوټونه ور رسېدلي، خو په اړه یې له تبصرې ډده کړې ده.


د ناټو یوې ویاندې اوانا لونګیسکو نن د ډسمبر ۲۱مه، د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په وروستیو څلورو کلونو کې امنیتي چارې به بشپړ ډول د افغانستان د اردو او پولیسو په لاس کې وي او قابلیتونه یې د زیاتېدو په حال کې دي.


هغې ویلي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د روانې میاشتې په پېل کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د اوږدمهالي ثبات او سولې په ټینګولو کې همکاري کوي.


اوانا ویلي چې دا ماموریت د دې لپاره مهم دی چې افغانستان هېڅ کله بیا د هغو نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل نه شي چې دوی ته خطر پېښولای شي.


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې چې د عسکرو یې شمېر يې ۱۷۰۰۰ ته رسېږي، تر نیمايي زیات امریکایان خدمت کوي.