ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې په بیګ باش کې د راشد خان په مټ بریا خپله کړه

0
اډيلیډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې د افغان لوبغاړي راشد خان په مټ په بیګ باش کې خپله لومړۍ لوبه وګټله.


سټرایکرز د برسبین هیټ له خوا د ۱۴۷ منډو هدف په ۱۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.


راشد خان درې ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.


د برسبین هیټ لپاره هم افغان ځلمکي بالر مجیب الرحمن لوبه وکړه چې دا وار یې د ویکټو اخیستلو پر ځای منډې وکړې او ۲۷ منډې یې خپل ټیم ته جوړې کړې.


د اسټرالیا د کرکټ شل اووریزې تجارتي سیالۍ د چهارشنبې په ماښام پیل شوې.