ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

امریکا فضا ته د جي پي اېس د پرمختللي سټلایټ د استولو چمتووالی نیسي

0
د امریکا هوايي ځواک فضا ته د جي پي اېس د یو پرمختللي سټلایټ د استولو لپاره چمتووالی نیسي.


د دې سټلایټ د استولو هدف د روسیې په شمول د دښمن د ګواښ په وړاندې د لا ډېر دقت او امنیت رامنځته کول ښودل شوي دي.


ټاکل شوې چې دا سټلایټ سبا د فلوریډا ایالت د کیپ کاناویرال په نوم د هوايي ځواک له مرکزه له ۹ توغندیو سره وتوغول شي او وروسته په فضا کې نصب شي.


دا جي پي اېس ۳ لومړنی سټلایټ دی چې په فضا کې به د امریکا د زړو سټلایټونو ځای ونیسي.


د امریکا پوځ وايي، پر ځمکه د موقیعت معلومولو دا سېستم د جي پي اېس ۳ په نوم دی او زیګنالونه به یې د پخوا په مقایسه پیاوړي وي چې ګډوډول به یې ستونزمن وي.


په دې وروستیو کې ناروې پر روسیې تور پورې کړ چې دغلته یې د ناټو د پوځي تمریناتو پر مهال د جي پي اېس یا پر ځمکه د موقیعت معلومولو زیګنالونه یې ګډوډ کړي وو.