ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

ترکیه: ټرمپ اردوغان ته ویلي چې د ګولین د سپارلو په طرحه کار کوي

0
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان ته ویلي دي چې واشنګټن انقرې ته د ترکیې د حکومت د مخالف دیني عالم فتح الله ګولین د سپارلو پر طرحې کار کوي.


ګولین چې له نېږدې دوو لسیزو راهیسې په امریکا کې اوسېږي، په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا په پلانولو تورن دی او د ترکیې حکومت څو ځلې د هغه د استرداد غوښتنه کړې ده.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو نن یکشنبې وویل، ټرمپ له اردوغان سره دا ژمنه نېږدې دوه اوونۍ مخکې په ارجنټاین کې د ۲۰ صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې کړې وه.


سپینې ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو یا عدالیې وزارتونو د چاووش اوغلو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.


ګولین د ترکیې د حکومت پرضد د ۲۰۱۶ کال د جولای میاشتې په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.