ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

د فیض اباد او کشم ولسوالۍ ترمنځ لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه

0
د بدخشان ولایت د فیض اباد او کشم ولسوالۍ ترمنځ لویه لار چې یو شمير معترضانو له څو ورځو راهیسې بنده کړې وه، نن د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې لاره د معاون صفر مبارز په نوم د ولسي جرګې د یوه کاندید پلویانو له څلورو ورځو راهیسې بنده کړې وه، خو د سیمه ییزو چارواکو په منځګړتوب خلاصه شوه.


ده وویل:

"د والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت د رئیس، د لومړۍ لوا د قوماندان او د ولایتي شورا د غړو په منځګړتوب دا لویه لاره نن د مسافرو پرمخ خلاصه شوه او خلک تګ راتګ پرې کوي."

د راپورونو له مخې، د معاون صفر پلویانو په بدخشان ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته اعتراضونه پیل کړل.