د پاکستان حکومت د "ګناه ټېکس" لګولو پرېکړه کوي
د پاکستان مرکزي حکومت تېره اوونی اعلان کړی و چې د ګناه ټېکس په نوم به پر هغو شيانو نوې ماليه يا ټېکس لګول کېږي چې د انساني روغتيا لپاره زيانمن وي. په دې څېزونو کې پر سګرېټ او له تمباکو څخه جوړو شيانو سربېره د خوراک څښاک ځېنې شيان شامل دي.
