ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2018

د ترکمنستان ولسمشر د بې طرفۍ د ورځې په مناسبت ۷۹۶ بندیان وبښل

0
د ترکمنستان ولسمشر د بې طرفۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه هېواد کې ۷۹۶ بندیان وبښل.


د ترکمنستان دولتي رسنیو راپور ورکړ چې ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف د دغه هېواد د پخواني دود پر اساس، تېره دوشنبه د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ.


د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تېر کال د ډېسمبر دولسمه نېټه د بې طرفۍ نړیواله ورځ ونوموله.


ملګرو ملتونو ترکمنستان په ۱۹۹۵ کې تر خپلواکۍ وروسته د یوه دایمي بې طرفه هېواد په توګه نومولی دی.


 بیردي محمدوف چې له هر اړخه د ترکمنستان ټولنه کنټرولوي، د کال په بېلابېلو مناسبتونو کې څو ځله داسې د بښنې فرمانونه ورکړي دي.


په سپټمبر میاشت کې نوموړي د ترکمنستان د خپلواکۍ په مناسبت تر ۱۷۰۰ ډېر زندانیان وبښل.