ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

ننګرهار والي: د ښوونځیو د امنیت په اړه له عالمانو سره مشوره کوو

0
په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د ښوونځیو او د معارف د نورو تأسیساتو د امنیت په اړه له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې او مشوره کوي.


د ننګرهار والي حیات الله حیات نن ازادي راډیو وویل:


"موږ نه غواړو چې ښوونځي او پوهنتونونه په پوځي اډو بدل شي له دې امله، باور لرو چې د تعلیمي موسسو د امنیت په ټینګولو کې ولس مهم رول لوبولای شي."


په ننګرهار کې پرښوونځیو او د معارف پر کارکوونکو حملې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.


یوازې د دې ولایت په یوه ولسوالۍ، خوګیاڼو کې لس ښوونځي تړل شوي او د ملک یار هوتک لېسې درې کارکوونکي ووژل شول.