ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

په ننګرهار کې له طالبانو سره نښته کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي

0
د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د افغان سیمه‌ییزو پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې نښته کې د ۷ افغان سیمه‌ییزو پولیسو وژنه تأیید کړه.


دی وایي:


"په مارکو کې د غني‌خېلو سړک په سیمه کې د فرش په نوم پوستې باندې ترورېستي برید شوی چې له امله‌یې په پوسته کې اووه سیمه‌ییز پولیس شهیدان شوي، همداراز د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ګڼ شمېر ترورېستانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."


د خوګیاڼي په خبره، پرون د غني‌خېلو ولسوالۍ له مارکو بازاره د ځانمرګي برید لپاره یو چمتو شوی واسکټ او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.