ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

په ننګرهار کې له طالبانو سره په نښته کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي

0
د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د افغان سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې نښته کې د ۷ افغان سیمه ییزو پولیسو وژنه تأیید کړه.


دی وایي:


"په مارکو کې د غني خیلو سړک په سیمه کې د فرش په نوم پوستې باندې ترورېستي برید شوی چې له امله یې په پوسته کې اوه سیمه ییز پولیس شهیدان شوي، همداراز د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ګڼ شمېر ترورېستانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."


د خوګیاڼي په خبره، پرون د غني خېلو ولسوالۍ له مارکو بازاره د ځانمرګي برید لپاره یو چمتو شوی واسکټ او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.