ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

ناصر مهري: فراه کې جګړې ۲۱ وسله وال وژلي دي

0
په فراه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.


د فراه د والي ویاند ناصر مهري په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو تېر ماښام د شېب کوه ولسوالۍ پر يوه اړونده پوسته چې له ایران سره په سرحد کې پرته ده، برید کړی و چې امنيتي ځواکونه دغه برید په شا تمبولى او وسلوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


د ښاغلي مهري د معلوماتو له مخې په دغه نښته کې ۲ سرتېري هم وژل شوي دي.


له فراه ولایت نه د یو بل خبر له مخې، پرون نامعلومو وسله والو د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ملا امام عبدالحمید په ډزو وژلی دى.


امنیتي مسؤلینو ویلي چې پېښه څېړي، څو معلومه کړي چې څوک په کې ښکېل دي.