ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

قادري: د فراه جګړه د ايران او پاکستان له خوا مدیريت کېږي

0
د افغانستان په لوېديځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وايي، ځيني ګاونډي هېوادونه او لويه مافیا د فراه ولايت په ناامنۍ کې لاس لري.


د دغې قول اردو قوماندان نورالله قادري په فراه ولايت کې په یوه غونډه کې وويل، په فراه کې جګړه د سيمې د استخباراتو په ځانګړې توګه، د ايران او پاکستان له خوا مدیريت کېږي.


ښاغلي قادري په فراه ولايت کې له يو شمېر ستونزو څخه د مافيا بانډونو حضور هم ياد کړي دي.


دا په داسي حال کې ده چې د فراه د ولايتي شورا ځيني غړي په دغه ولايت کې په وروستيو نا امنيو کې د ايران لاس تأيیدوي.


د فراه د ولايتي شورا يوه غړي دادالله قانع ويلي، ايران نه غواړي چې لويې پروژې لکه د فراه د بخش اباد بند، بريالۍ شي.


دا ادعا مخکې ايران او پاکستان رد کړې ده.


فراه ولايت له ايران سره ۲۹۰ کیلومتره پوله لري.