ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2018

د فوټبال نړيوال جام په سياليو کې نن دوشنبه ۲ لوبې ترسره کېږي

0
د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې ټاکل شوې ده نن دوشنبه ماښام دوه لوبې وشي.


د برازيل د فوټبال ټيم له مکسيکو سره او د بلجيم ټيم له جاپان سره لوبېږي.


له دې سره به څلورم – یو دور کې دوه پاتې کېدونکي ټيمونه هم مشخص شي.


په پرونيو سيالیو کې دوه د حذفي دور لوبې وشوې.


په‎دغو لوبو کې د کوربه هېواد روسیې ټيم وکړای شول، په پنالټي ضرباتو سره د اسپانيې ټيم ته د درې پر وړاندې په څلور ګولونو ماتې ورکړي او د کوارټر فاينل څلورم دور ته ووځي.


په وروستۍ لوبه کې د کروشيا او ډنمارک ټيمونه په ټاکل شوي وخت کې ونه توانېدل لوبه په خپله ګټه تمامه کړي او پنالټي ته لاړل او په پنالټي کې د کروشيا ټيم د دوو پر وړاندې په درېيو ګولونو سره وتوانېد د ډنمارک لوبډلې ته ماتې ورکړي.


له دې سره د کروشيا، روسیې، اروګوئه او فرانسې ټيمونه کوارټر فاينل يا څلورم اخري پړاو ته ووتل.