د پاکستان وزيراعظم وايي د تېلو بيې نورې نه لوړوي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي حکومت یې پرېکړه کړېده چې د تېلو بیې به نورې نه لوړوي.د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې نوموړي د مارچ پر ۲۱مه ولس ته په وینا کې ویلي دي چې داسې وړاندیز ورته شوی وو چې پیټرول د یو لیټر په سر ۷۶ او ډیزل د یو لیټر په سر ۱۷۷ روپۍ ګران کړي خو د کمکي اختر پر مهال یې د خلکو ستونزو ته په کتو دا ګام اوچت نه کړ.
شهباز شریف وايي، د تېلو د بیو د نه زیاتولو پیټی به حکومت په ځان واخلي او د دې لپاره یې ۴۵ اربه روپۍ په پام کې نیولې دي. د نوموړي په وینا مرکزي حکومت تېره اونۍ هم د تېلو د بیو د پر ځای ساتلو په موخه ۲۴ اربه روپۍ لګولې دي.
د پاکستان وزیراعظم وايي، په سیمه کې روانو جګړو نړیوال اقتصاد او ټیکاو او د عامو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.
پاکستان په منځني ختیځ کې د ایران پر ضد د امریکې او اسراییلو له جګړې لږ وروسته د پیټرولو او ډېزلو بیې د لیټر پر سر ۵۵ روپۍ لوړې کړې وې. شهباز شریف وايي، حکومت ته یې دا احساس کېږي چې ولس لا د هغه بوج نه نه دی راوتلی نو ځکه پرې نور فشار نه راوړي.
د پاکستان وزیراعظم تر دې وړاندې د انرژۍ بحران د مخنیوي لپاره د ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړی وو. نوموړي د مارچ پر نهمه ناوخته په خپله ټېلېویژني وینا کې وویل چې د تېلو کم کارولو او سپما لپاره به د ټولو سرکاري او شخصي ادارو ۵۰ سلنه کارکوونکي له کوره کار کوي خو یوازې د زیاتو ضروري ادارو کسان به دفترونو ته ورځي.
نوموړي زیاته کړه چې د بانکونو، صنعت کارۍ او کرنې پرته نور ټول دفترونه به په اونۍ کې یوازې څلور ورځې، یعنې له دوشنبې څخه تر پنجشنبې کار کوي.
شهباز شریف هغه اعلان په داسې حال کې کړی وو چې د امریکا، اسراییلو او ایران د یو بل پرضد تر بریدونو وروسته د تېلو بحران رامينځته شوی او نرخونه یې هم زیات شوي دي.
د خزانې وزارت د خبرپاڼې ترمخه، په هغه هېواد کې د تېلو د کمي له وجې اوس د يو لیټر ډيزلو بيه ۳۳۵.۸۶ او د پېټرولو نرخ يو ليټر ۳۲۱.۱۷ روپۍ شوی دی. په دې معنا، په يو ليټر کې ۵۵ روپۍ اضافه شوې ده.
