ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026

Новости за 15.03.2026

د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه پریکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ملګروملتونوامنیت شورا نن دوشنبې د هغه پریکړه لیک پرمسودې رایې واخلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه مامویت، یوناما تمدیدوي. تمه ده چې دا ځل دا ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځول شي. د امریکا متحده ایالاتو ویلي د دې ماموریت لنډمهاله تمدید به د ملګروملتونو امنیت شورا ته فرصت برابرکړي ترڅو دا وارزوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام آیا هغه مناسب او بشپړد پلي کیدو وړدی کنه. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي مایک والتز د افغانستان په اړه د دې شورا د تیرې دوشنبې د ورځې... Читать дальше...

عراقچي: "له متحدو ایالتونو سره خبرو ته لیوالتیا نه لرو"

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، ایران له متحده ایالاتو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري. عراقچي له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵ خپره شوه وویل: " موږ کافي باثباته او قوي یو. موږ یوازې د خپلو خلکو دفاع کوو." نوموړي په دې څرګندونو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه دریځ رد کړ چې ګواکې تهران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وکړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې عراقچي زیاته کړه: "موږ هېڅ دلیل نه وینو چې ولې باید له امریکایانو سره خبرې وکړو، ځکه... Читать дальше...

د نړیوالې انرژۍ اداره وایي، غړي هیوادونه څه باندې ۴۰۰ ملیون بیرله تیل بازار ته عرضه کوي

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالې انرژۍ اداره، IEA وایي، له بیړنیو زېرمو څخه تېل به ژر نړیوالو بازارونو ته داخل شي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې غړو هېوادونو ژمنه کړې چې ټولټال۴۱۱،۹ میلیونه بېرله تېل به بازار ته عرضه کړي. د رویترز آژانس د راپورله مخې دولتونو ژمنه کړې چې ۲۷۱،۷ میلیونه بېرله تېل به له دولتي زېرمو څخه برابر کړي، ۱۱۶،۶ میلیونه بېرله به د صنعت له اجباري زېرمو او ۲۳،۶ میلیونه بېرله به له نورو سرچینو څخه وړاندې شي. د اعلامیې له مخي بازار ته د عرضه کیدونکو تیلو ۷۲ سلنه یې اومه یاخام او ۲۸سلنه یې د تیلو محصولات دي. Читать дальше...

UNDP: د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ډیری بنسټیز تاسیسات د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره رغول شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونوپراختیایي پروګرام،UNDP وايي، د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ویجاړشوي ډیربنسټیزتاسیسات رغول شوي چې لسګونو زره کسان ورڅخه ګټه پورته کوي. دې پروګرام د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان لپاره د مرستو، کارموندنې اوحیاتي زیربناوو له پروګرام سره د جنوبي کوریا د مرستو پرمټ له ۵۴۰۰ زیات کسان ګومارل شوي و چې په زلزله ځپلو سیمو کې د پاک کارۍ چارې مخ ته یوسي ترڅو مهمې عامه زیربناوې ورغول شي اوخلک ورته لاسرسی پیداکړي. د دې پروګرام په وینا د دغو هڅو په نتیجه کې د اوبو سیسټمونه،... Читать дальше...

د م.م امنیت شورا سبا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه پریکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې دوشنبه د کب په ۲۵ مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي چې پکښې د راتلونکو درو میاشتو لپاره د جون تر ۱۷ مې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د ماموریت د غځولو وړاندیز شوی دی. د یوناما اوسنی یو کلن ماموریت د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي. دا وړاندیز چې له مخې یې د یوناما ماموریت یواځې د درو میاشتو لپاره غځول کیږي، د پخواني بهیر پرتله غیر معمول بلل کیږي ځکه له ۲۰۰۲ کال راهیسي تر اوسه د یوناما ماموریت د یو کال لپاره غځېده. د امریکا متحده ایالاتونو... Читать дальше...

کوزده شوي افغانان: اقتصادي وضعیت مو خراب دی، کوزدنې ته اختری نشو وړلای

Pa.azadiradio.com 

د اختر په رانېژدې کېدو سره، ډېری کورنۍ په افغانستان کې کوزده شویو نجونو ته د اختري وړلو چمتوالی نیسي. د میدان وردګو ولایت یوه اوسېدونکې چې په خبره یې په کورنۍ کې یې د دې په ګډون درې کسان کوزده شوي نور هم شته، وایي، په اختر کې د کوزدنې لپاره د اختري (عیدي) ګران بیه ډالو وړل یې له دودونو څخه دي. دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، وایي که څه هم دا دود یې په سیمه او کلي کې په پراخه کچه ترسره کېږي، خو ټینګار کوي چې د کوژدن شویو نجونو کورنۍ دې د زوم اقتصادي شرایطو ته په کتو ډېرې او ګرانې غوښتنې نه کوي. Читать дальше...

پاکستان وايي د طالبانو تاسیسات یې ویشتلي خو افغانان وايي ولسي وګړي په نخښه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، پر کندهار د شنبې شپې ناوخته په بریدونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی خو د پاکستان دولتي تلویزیون ( پي، ټي، وي) بیا ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د طالبانو تخنیکي تاسیسات په نخښه شوي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د کب په ۲۴ مه کورنیو رسنیو ته په لېږلي یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې پاکستان په کندهار کې د معتادینو د درملنې یو روغتون او یو پخوانی قرول په نښه کړی چې په خبره یې چاته پکښې د سر او مال زیان نه دی اوښتی. خو د پاکستان دولتي ټلویزیون « پي ټي وي » شنبه د... Читать дальше...

۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي. د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د ابتدايي محکمې د پریکړې له مخې دغه ۲۱کسان د مخدره توکو او الکولي مشروبات د خرڅلاو په تور په درو وهل شوي دي. د محکمې د اعلان له مخې، تورن کسان له لسو تر ۳۹ درو وهل شوي او له ۷ میاشتو نیولې تر دریو کالنو په زندان محکوم شوي. د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو عملي کیدل پراخ غبرګونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو پلي کیدل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو نقض دی. Читать дальше...

بدخشان کې په ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د افغانستان کورنیو رسنیو د دغه ولایت د سیمه ییز سرچینو په حواله لیکي،" پېښه نن یکشنبې سهار شوي ده". په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانو بې احتیاطي د ډیرو ترافیکي پېښو لوی لاملونه دي.

په پاکستان کې د سرو زرو بیه تر بل هر وخت زیاته شوې ده

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې دا مهال د سرو زرو د یوې تولې بیه نېږدې ۵۵۰،۰۰۰ روپۍ ته رسېدلې ده. د اقتصادي چارو پوهان وايي که د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې روان سیاسي او اقتصادي کړکېچونه او شخړې پای ته ورسېږي، نو امکان شته چې د سرو زرو بیه یو څه کمې شي خو په پاکستان کې د بیو د ډېر کمېدو امکانات نه ښکاري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

پاکستان؛ کندهار کې مو د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي، خو مجاهد وايي، د معتادینو روغتون په نښه شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار ښار د تیرې شپې په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات او د "ترهګرو پټنځایونه" په نښه کړي دي. فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني پوځي سرچینو په حواله نن یکشنبې د (مارچ۱۵مه) لیکلي، "کندهار کې د تخنیکي ملاتړ او فني تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه شوي دي". وړاندې راغلي،"په دغو بریدونو کې هغه تونل هم په نښه شوی چې د افغان او پاکستاني (ټي ټی پي) طالبانو له خوا کارول کیده". خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو په تایید سره ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په کندهار کې د معتادینو... Читать дальше...

زلنسکي؛ هیله من یم د ایران جګړه د اوکراین د هېریدو لامل نه شي

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،"هیله من یم چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د دې سبب نشي چې ولسمشر ټرمپ اوکرایین هیر کړي". څه باندې دوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو پر ایران برید کړی او ایران يې په ځواب کې پر منځني خیتځ هېوادونو بریدونه کوي. زلنسکي چې خبریالانو سره خبرې کولی وویل،"په دې کې شک نشته چې د امریکا ټول پام منځني خیتځ او ایران ته دی، خو موږ نه غواړو چې امریکایان له لاسه ورکړو". د هغه په ټکو، اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو په له منځه وړلو کې ځانګړې مهارت لري او "پر خپلو متحدانو يې... Читать дальше...

پاکستان د هند دا څرګندونې رد کړې چې په افغانستان کې یې عام وګړي وژلي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هند هغه څرګندونې رد کړې دي چې ګواکي پر افغانستان يې د بریدونو پرمهال ملکې وګړي وژلي دي.د وزارت وياند طاهر اندرابي د مارچ پر ۱۴مه په يو بيان کې د هند څرګندونې بې ‌اساسه او بېځايه بللې دي. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندير جېسوال د مارچ پر ۱۴مه ویلي ول چې د پاکستان بريدونو په افغانستان کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده خو اندرابي دا دعوه رد کړه. اسلام اباد ټینګار کوي چې په افغانستان کې "د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې" د... Читать дальше...

ټرمپ: د هرمز تنګي پرانیستي ساتلو ته به نور هېوادونه هم جنګي بېړۍ واستوي

Mashaalradio.com 

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د هرمز تنګي د پرانیستي ساتلو لپاره به یوازې امریکا نه بلکې نور هېوادونه هم خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته واستوي.ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۱۵مه پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل په خپاره کړي بیان کې د نړۍ د یو شمېر مهمو هیوادونو نومونه یاد کړي دي. نوموړي لیکلي، "د چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا او برېتانیا په څېر هغه هېوادونه چې د ایران د هڅو له امله د هرمز تنګي د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، چمتو دي چې د امریکا ترڅنګ د خپلو سمندري ځواکونو بېړۍ سیمې ته واستوي چې دا مهمه سمندري... Читать дальше...

ټرمپ؛ له ایران سره توافق نه کوو، ځکه لا یې شرایط برابر نه دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "ایران غواړي چې هوکړه وشي، خو زه نه غواړم چې داسې یوه هوکړه وشي، ځکه لا شرایط په کافي اندازه ښه نه دي". هغه دا خبره شنبې ناوخته د ان بی سي نیوز سره په یوې ۳۰ دقیقې تلفوني مرکه کې کړې ده. ټرمپ له ایران سره د جګړې د پایته رسولو په اړه د احتمالي هوکړې د شرایطو د پوښتنې په ځواب کې وویل،" نه غواړم هغه تاسې ته ووایم". خو هغه تایید کړه چې په بشپړه توګه د ایران د اټومي پروګرام دریدل به د هوکړې برخه وي. ولسمشر ټرمپ وړاندې په دې مرکه کې ویلي، دا لا روښانه نه ده چې ایران په هرمز تنګي کې ماینونه کرلي او کنه. Читать дальше...

د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ د کرکټ وروستۍ لوبه نن ترسره کېږي

Mashaalradio.com 

د پاکستان او بنګلادېش د کرکټ لوبډ‌لو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو وروستۍ هغه نن د مارچ پر ۱۵مه ترسره کېږي. تر دې وړاندې په ترسره شوې لومړۍ لوبه کې بنګلادېش او په دویمه کې پاکستان بریا ترلاسه کړې وه. د پاکستان د کرکټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ سیالي کې بنګلادېش ته په ۱۲۸ منډو ماته ورکړې وه. د مارچ پر ۱۳مه په میرپور کې ترسره شوې لوبه کې بنګلادېش پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه. د پاکستان لوبډلې په ۴۸ اورونو کې ۲۷۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول. د پاکستان له خوا معاذ صداقت ۷۵، سلمان اغا ۶۴ او محمد رضوان ۴۴ منډې وکړې. Читать дальше...

د مر دان په يو جومات کې شخصي کتابتون بېلا بېل مذهبي، سياسي او ادبي کتابونه لري

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د مردان د غزنوي کالونۍ په يو جومات (مسجد) کې يو شخصي کتابتون جوړ شوی چې د بېلا بېلو اديانو د مذهبي کتابونو تر څنګ ادبي، سياسي او درسي کتابونه هم پکې پراته دي. د کتابتون جوړوونکی وايي چې ۲۶ کاله وړاندې يې د خپلو ماشومانو لپاره کتابتون جوړول پيل کړ خو اوس ورته د ښوونځيو، پوهنځيو او پوهنتونونو د زده کوونکو تر څنګ څېړونکي او مذهبي عالمان هم ورځي. په دې اړه ويډيويي راپور.