ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

بریتانوي چارواکي وايي د زرګونو افغان کډوالو د ادرسونو معلومات یې له لاسه ورکړي

0

بریتانوي چارواکي وايي چې د نږدې ۷۰۰۰ افغان کډوالو د پتو په هکله معلومات یې لاسه ورکړي دي.بریتانوي ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ چې دغو کډوالو ،چارواکو ته له خبر ورکولو پرته خپل د استوګنې ځایونه پریښي.ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د مارچ په شلمه د چارواکو په حواله لیکلي چې د ۶۹۲۹ دغو کسانو ادرس نا معلوم دی .خو د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې حکومت اړتیا نلري چې د کډوالو له میشتیدو وروسته د هغوی ځای وڅاري.وروسته لدې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې بیرته واک ته ستانه شول، سلګونو زره افغان سرتیرو او ملکي وګړو چې بهرنیو ځواکونو سره یې کار کاوه، په دې هیوادونو کې د پناه اخیستلو لپاره خپل هیواد پریښود.زرګونه یې د پناه غوښتنې د دوسیو د پروسس لپاره اوس مهال په ګاونډیو هیوادونو کې انتظار باسي.