ولسمشر ټرمپ وايي، نه غواړي ایران ته پوځیان ولېږي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې نه غواړي امریکايي پوځیان د ایران خاورې ته واستوي.
هغه دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظم سره د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به خپل پوځیان ایران ته ولېږي، وویل: «نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل هم چې دا کار وکړم، تاسو ته به مې نه ویل.»
له دې څو ساعته مخکې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې ښايي د ټرمپ اداره منځني ختیځ ته د زرګونو پوځیانو پر استولو او د ایران پر ضد د عملیاتو په پراخولو غور کوي.
د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې هغه د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته ویلي چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید ونه کړي، او زیاته یې کړه چې نتانیاهو له دې موضوع سره موافقه کړې ده.
