پاکستان وايي، اوربند یې نه دی مات کړی
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکې پاکستان موقت اوربند مات کړی دی.
وزارت نن (جمعه) په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي
«د طالبانو د رژیم د دفاع وزارت/ویاند دا ادعا بې اساس ده چې پاکستان هغه لنډمهاله وقفه ماته کړې — چې په خپله پاکستان د کوچني اختر په مناسبت پیل کړې وه. »
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت لنډمهاله اوربند د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه د چهارشنبې په ماښام د دواړو هیوادونو له لوري اعلان شو.
خو پرون د طالبانو دفاع وزارت وویل چې پاکستان څو خلې اوربند مات کړی او د کونړ پر مرورې او ناړۍ ولسوالیو یې د توپونو ګولۍ ویشتي چې له کبله یې څو تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقت اوربند یوه ورځ وروسته له دې اعلان شو چې پاکستاني جنګي الوتکو په کابل کې د معتادانو پر روغتون بمباري وکړه او د طالبانو په وینا په لړ کې یې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شول.
