ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

نن جمعه د سعودي عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده

0

نن جمعه د کب یاحوت ۲۹ په سعودي عربستان او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرون پنجشنبې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.سعودي عربستان د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې پنجشنبه د روژې د میاشتې دېرشمه ورځ او جمعه د اختر لومړۍ ورځ ده.د هغو هیوادونو په ډله کې چې نن جمعه یې د کوچیني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، متحده عربي امارات، بحرین، قطر، کویت، یمن، لبنان او عراق او همدارنګه فلسطیني اداره شامل دي.