د تیلو او ګازو بیه یوځل بیا لوړه شوه
منځني ختیځ کې د انرژۍ په تاسیساتو له بریدونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې دتیلو بیه لوړه شوه.د پنجشنبې په سهار اروپا کې د مالي بازارونو له پرانیستلو سره سم د یوې بوشکې خامو تیلو بیه ۵ سلنه لوړه او ۱۱۴ ډالرو ته ورسیدله.دا په تیره یوه اونۍ دتیلو ترټولو لوړه بیه ده . دتیلو بیه د جګړې د پیل په لومړیو ورځو کې ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوې وه .اروپا کې د ګازو بیه هم د پنجشنبې په ورځ ۳۵ سلنه لوړه او ۷۴ ډالرو ته ورسیدله.د پارس جنوبي په تاسیساتو باندې داسرائیل له برید وروسته ، ایران دخلیج د څو هیوادونو دتیلو په تصفیه خانو بریدونه وکړل چې لدې جملې قطر کې د راس لفان تاسیساتو ته چې په نړۍ د مایع ګاز ترټولو لوی هغه دي پراخ زیان اوښتی دی.دغو بریدونو د انرژۍ دتامین په برخه کې نوې اندیښنې رامینځ ته کړې.
